د وینې د لوړ فشار ۸ نښې

د وينې د لوړ فشار اته خطرناکه نښې نښانې!
د وينې د لوړ فشار نورمال اندازه د عمر په لحاظ فرق کوي. خو متوسط عمر لرونکي د فشار نورمال اندازه 130/90mmhg ده. په نړۍ کې ډېری کسان د وينې له لوړ فشار څخه کړيږي. او هغوی چې د وينې لوړ فشار لري بايد په منظمه توګه خپل د فشار اندازه چیک کړي. ډېری کسانو خپل ژوند د وينې د لوړ فشار د بيخي لوړيدو له امله له لاسه ورکړی دی. نن درته د وينې د لوړ فشار اتهه خطرناکه نښې نښانې در معرفي کوو.

لومړی:د سر شديد درد.
د سر درد په ځينو خلکو کې د سينوسونو د بندښت،نيم سري او يو شمير نورو صحي ستونزو له امله رامنځته کېږي،چې د درد ضد دواګانو د استعمال په پايله کې له منځه ځي.
خو هغه سر دردي چی د وينې د لوړ فشار د لوړيدو په پايله کې رامنځته شوي وي، د درد ضد دواګانو د استعمالولو سره له منځه نه ځي.

دوهم: ګنګسیت او ستړيا.
هغوی چې د فشار اندازه يې له نورمال حالت لوړه شي خپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه پرمخ نشې وړلی.بلکې د ځان درد،ګتګسيت او د ستړيا احساس کوي.او ممکن قلبي سکته هم رامنځته کړي.

درېيم:د ليد/نظر اړوند ستونزې.
د وينې د لوړ فشار د لوړيدو له کبله د سترګو په نسجونو کې د وينې ټکي/داني رامنځته کېږي چې په پايله کې صفا ليدل نشې کولای. همدا راز شايد افټيک نومی عصب اختلال رامنځته او د دايمي ړوند والي سبب شي.

څلورم: د سينې درد.
د سينې درد اکثراً د هضمي سیستم ستونزو په پايله کې رامنځته کېږي. خو د وينې د لوړ فشار او د زړه د حملې په نتيجه کې د سينې شديد درد رامنځته کېږي. ددې سربيره ډېری کسان کيدای شي چې غاړې درد او د چپ لاس د درد څخه هم شکايت وکړي.

پنځم: په سختۍ سره تنفس کول.
زړه او سږي په مشترک ډول د اکسيجن د انتقال دنده ترسره کوي. چې د همدې له کبله د لوړ فشار درلودونکي د ستونزمن تنفس کولو له ستونزې سره مخ کېږي.

شپږم: د زړه د ضربان غير منظم کيدل.
د زړه ټکان د ورزش کولو پروخت له نورمال حالت څخه زياتيږي.خو دغه زیاتیدل د لنډ مهال لپاره وي او د استراحت کولو په پايله کې نورمال کېږي. خو د فشار د لوړوالي په نتيجه کې انسان د زړه ټکان د زياتيدو سبب ګرځي. چې همدا ټکان د فشار د منظم کيدو په پايله کې نورمال کېږي.

اووم:په ادرارو کې وينه.
د فشار لرونکو کسانو د ادرار رنګ تغير کوي. په ادرارو کې وينه د پښتورګو د نورو ناروغيو کې هم رامنځته کېږي. لکه د پښتورګو انتان،د پښتورګو ډبرې، د پروسټاټ غټوالي…

اتم:د پزې څخه د وينې بهيدل.
له پزې څخه د وينې بهيدل د نورو موسمي الرژيکو ناروغيو په نتيجه کې هم رامنځته کېږي. خو په زياتره خلکو کې د وينې د لوړ فشار څخه هم رامنځته کېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button