امريکا افغان کډوالو ته ۷ ميليارده ډالره بوديجه ځانګړې کړه

د امريکا ولسمشر بايډن له افغان کډوالو سره د مرستې په پار نوې بودیجه لاسلیک کړه.

سپینېه ماڼۍ وايي بايډن هغه بودیجه منظوره کړه، چې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو او ملاتړ لپاره ځانګړې شوې وه.

په دې بودیجه کې اووه میلیارده ډالر شامل دي او ټاکل شوې چې ژر له یادو پیسو د افغان کډوالو لپاره د کورونو د ځانګړي کولو او نورو مواردو لپاره ترې کار واخلي. یاده بودیجه تر دې وړاندې د امریکا سنا او استازو مجلس هم تائید کړې وه.

د جو بايډن ادارې تر دې وړاندې هم له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره میلیاردونه ډالر ځانګړي کړي وو.

 

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button