هېواد کې به ډېر ژر د نویو بانک نوټونو د وېش بهیر پیل شي
پنجره ورځپاڼه: د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي، د روانې غبرګولي میاشتې له شپاړسمې به د نویو لسګون او شلګون بانکنوټونو د وېشبهیر پیل کړي.
دغه زیاتوي، چې د افغانستان بانک استازولۍ او نور خصوصي بانکونه مکلف دي چې د نویو پیسو له وېشنې وروسته زړې پيسې راټولې او هېوادوالو تهنوې افغانۍ ورکړي.
ورته وخت کې د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وایي، زړو بانکنوټونو صرافان هم په راکړې ورکړې کې له ستونزو سره مخ کړي دي.
بلخوا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي له زړو بانک نوټونو سر ټکوي او غواړي چې نوې چاپ شوې پیسې بازار ته وړاندې شي.
د افغانستان بانک د زړو افغانیو مشخصات پرخپله ټویټر پاڼه خپاره کړي او له مخې یې هغه افغانۍ چې ظاهري بڼه کې لهمنځه تللې او یا هم کومه څنډهیې نهوي، زړې پیسې ګڼل کېږي.