ایران سره پر پوله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګه وایي چې له ایران سره پر پوله یې د وسله والو په برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

دغه پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پېښه د بلوچستان ایالت د کیچ په سرحدي سیمه کې را منځته شوې چې د اعلامیې له مخې پاکستاني پوځیانوبریدګر په شا تمبولي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو بلوڅ بېلتون غوښتونکو او د پاکستان د حکومت مخالفو سخت دريځو ډلو په تېر کې د دا ډولبريدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button