بلاول بوټو: افغانستان کې د سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره ثبات ډېر مهم دی

هاجره زاخېلوال

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د دغه هېواد په مشرانو جرګه کې په یوې غونډه کې ویلي، چې د افغانستان طالب مشرانوسره یې د ترهګرو ډلو د مسلې په هکله جدي خبرې او بحثونه کړي دي.

زرداري ویلي، د ترهګرو ډلو مسئله د افغانستان او پاکستان تر منځ يوازينۍ موجوده ستونزه ده. هغه همداراز ویلي چې په افغانستان کې ثبات د سوداګرۍاو سیمه ییز ټرانزیټ لپاره ډېر مهم دی. د نوموړي په وینا، پاکستان باید د افغانستان له لارې د سوداګرۍ لپاره منځنۍ اسیا ته لاسرسی ولري.

په ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له لوري د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنیو په کنګل کېدو هم نیوکه کړې ده.

Back to top button