د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی؛ د وژنو، اختطافونو او جبري ودونو لړۍ دوام لري

بشیر باران

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تازه پېښو د بشري حقونو فعالان او د مدني ټولنې غړي سخت اندېښمن کړي دي. یوازې په وروستیو دوو ورځو کې د بېلابېلو قومونو ګڼې نجونې د وژنې، اختطاف او زورونې ښکار شوې دي.

د راپورونو له مخې، د شنبې پر ورځ په کابل ښار کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نومې ډلې د شهرنو او قلعه‌فتح‌الله له سیمو څخه یو شمېر تاجیکې نجونې په جبري توګه په دولتي موټرونو کې یووړې او زنداني کړې.

همداراز، د یکشنبې پر ورځ د کابل د دشت‌برچي له کوڅو لسګونه هزاره نجونې د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا وتښتول شوې دي. د دې نجونو د ډېرو کورنیو تر اوسه د خپلو لوڼو برخلیک نه دی معلوم.

په همدې حال کې، د بلوچستان په یوه سیمه کې د یوې بلوڅې نجلۍ د وژنې پېښه هم د خلکو غبرګونونه راوپارول. د دغې پېښې د جزئیاتو په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

تېره میاشت په غور او فاریاب ولایتونو کې هم ورته پېښې شوې وې. په یوه مورد کې یوې نجلۍ د طالبانو د جبري نکاح پر وړاندې د احتجاج په ډول ځان ته عام محضر کې اور واچاوه.

شنونکي وايي چې دا پېښې یوازې فردي جنایتونه نه دي، بلکې د یوې پراخې فرهنګي او سیاسي ستونزې انعکاس دی. د دوی په باور، تر هغو چې د تاوتریخوالي پر ضد جدي اقدامات و نه شي او د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره اغېزمن میکانیزم رامنځته نه شي، دغه ډول تراژیدي به دوام ولري.

د مدني ټولنو استازي او د بشري حقونو فعالان پر افغان قلم‌والو، دیني عالمانو او ټولنیزو مخورو غږ کوي چې د غندنې تر شعارونو وړاندې عملي دریځ ونیسي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د فرهنګ پر وړاندې مبارزه وکړي.

Back to top button