یونیسف په افغانستان کې د پولیو په هکله بیړنۍ مشورتي ناسته کوي

پنجره ورځپاڼه: یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر په افغانستان کې د ګوزڼ (پولیو) د دوو مثبتو پېښو د ثبتېدو په هکله بېړنۍمشورتي ناسته کوي.

دا ناسته په داسې حال کې کېږي چې روانه میلادي میاشت په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ (پولیو) دوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د ماشومانو د ملاتړ لپارهد ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یونیسف یې اندېښمن کړی دی.

دغه اداره وايي، د جون میاشتې له لومړۍ تر څلورمې نېټې پورې د دغو مثبتو پېښو د ثبتېدو په اړه تخنیکي او مشورتي غونډه کوي چې په مرسته یې دراتلونکي لپاره کاري پروګرام ټاکل کېږي.

په افغانستان کې د یونیسف پولیو له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مشر سید کمال شاه وايي، د ګوزڼ یا پولیو د له منځه وړلو په کار کې د ولس رول اووڼډه ډېر مهم دي.

د ویلو ده، چې په نړۍ کې افغانستان او پاکستان یوازني هغه دوه هېوادونه دي، چې د ګوزڼ یا پولیو ناروغي لا هم په‌کې ختمه شوې نه‌ ده او وخت ناوختپه کې یوه نیمه مثبته پېښه ثبتېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button