یو افغان ځوان د ایران سرحدي پوځیانو په ډزو وژلی دی

پنجره ورځپاڼه: د نیمروز ځايي سرچینې وایي، یو افغان ځوان له ایران سره د افغانستان پر پوله د ایراني سرحدي ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د محمد عادل په نوم د نیمروز مرکز زرنج ښار یو تن اوسېدونکي پنجره ورځپاڼې ته وویل، چې دا پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د افغانستان او ایران ترمنځ پرپوله رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې د ایران سرحدي ځواکونو په هغو افغانانو ډزې وکړې، څو غوښتل یې ددغه هېواد خاورې ته واوړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دا وژل شوى ځوان علي احمد نومېده او د بادغيس ولايت د مرکز کلانو ښار اصلي اوسېدونکى و. تر دې وړاندې د غوایيمیاشتې په وروستیو کې هم یو افغان زلمی چې هغه هم بادغیس ولایت اوسېدونکی و، د ایران سرحدي ځواکونو په ډزو وواژه.

د راپورونو پر اساس هره ورځ سلګونه تنه ځوانان د غربت، بې کارۍ او د طالبانو د وېرې  له امله په غیرقانوني لارو لایران او پاکستان ته اوړي.

د ایراني دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، تېر کال هم د دغه هېواد سرحدي ځواکونو له خپلو پوستو پر افغان کډوالو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې ۱۱ تنهافغانان ووژل شول.

ظاهر څراغ

Back to top button