افغان زلمیو د فوټبال مرکزي اسیا لوبو په لړ کې له تاجکستان سره لوبه مساوي کړه

پنجره ورځپاڼه: د هېواد د فوټبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د سیالیو په لړ کې له تاجکستان سره یو د یو په وړاندې لوبه مساوي کړه.

دا سیالۍ پرون دوشنبې د غبرګولې په لومړۍ نېټه تاجکستان کې ترسره شوې. په همدې حال کې د هېواد د ٢٠ کلنو ملي لوبډلې پرون د مرکزي اسيا(کاف) سياليو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ترکمنستان د ٢٠ کلنو ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې.

د دغو سیالیو له لړۍ وروسته تر ۲۰ کلنو کم عمره ملي لوبډلې څلور نمرې ګټلې دي. له دې سره جوخت ټاکل شوې چې د هېواد د ٢٠ کلنو ملي ټيمچهارشنبه په خپله درېيمه لوبه کې د ايران له ٢٠ کلنو ملي ټيم سره مخامخ شي.

د مرکزي اسیا لوبو لړۍ د مې په ۱۹مه پیل شوې او د مې په ۲۹مه به د افغانستان، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران د لوبډلو سیالیو وروستهپای ته ورسېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button