د اسرائیلي پوځیانو په برید کې درې فلسطینیان وژل شوي دي

پنجره ورځپاڼه: اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې په لویدیځه تړانګه کې د اسرائیلو په تازه برید کې، لږ تر لږه درې فلسطینیان وژل شوي او شپږ نور ټپیانشوي دي.

سرچینې، د فلسطیني روغتیايي چارواکو له قوله راپور کې ویلي چې دا برید تازه نن دو شنبه د لویدیځې غاړې په شمال کې، د کډوالو پر یوه کمپ شویدی.

بلخوا د فلسطین د روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا درې کسان د نابلس په ختیځ کې د کډوالو د یوه لوی کمپ په (بالطا) سیمه کې د اسراییليپوځیانو له خوا په نښه شوي دي.

له دې سره جوخت د اسرائیلو پوځ په یوه اعلامیه کې خبر کړی چې دا عملیات یې د «ترهګرۍ» د مشکوکو کسانو د نیولو لپاره پیل کړي و او په پایله کېیي درې کسان هم نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې یو لابراتوار چې په لسګونو کیلوګرامه چاودیدونکي مواد، چې ګمان کېږي په اسراییلو باندې برید کې ترې کارواخیستل شي، کشف شوي.

په دې وروستیو میاشتو کې، په لویدیځه تړانګه کې ناکراریو زور اخیستی دی.ویل کیږي چې په دې سیمه کې د اسرائیلو ضد وسله والې ډلې زیاتې فعالېشوي او وخت په وخت پر مشخصو هدفونو بریدونه کوي.

ظاهر څراغ

Back to top button