جي اووه هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض اندېښنه څرګنده کړې

پنجره ورځپاڼه: جي اووه یا د نړۍ اووه لویو صنعتي هېوادونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو نقض په ځانګړې توګهپه دې وروستیو کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو پر بندیزونو کلکه نیوکه کړې ده.

د دغو هېوادونو مشرانو د جاپان په هیروشیما ښار کې د خپلې غونډې د پای په ګډې اعلامیې کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو د لرې کېدوغوښتنه کړې او پر طالبانو یې غږ کړی چې د خلکو په ماناداره ګډون سره په ملي کچه د خبرو د پېلېدو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

دوی همداراز له طالبانو غوښتنه کړې، چې د افغانانو او نړۍ پر وړاندې پر خپلو ژمنو ودرېږي او ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نوروهېوادونو په وړاندې وکاروي.

بل لوري ته طالبان بیا د تل په شان په ظاهري توګه ادعا لري، چې اوس‌مهال د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی او په هېواد کې ټول‌شمولهحکومت رامنځته شوی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button