د ایران ولسمشر طالبانو ته: د هلمند اوبو په تړاو زمونږ خبرې جدي ونیسئ، څو په راتلونکي کې پښیمانه نه شئ

پنجره ورځپاڼه: د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي یو ځل بیا طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې د دوی خبرې دې جدي ونیسي، څو په راتلونکي کې پښیمانه نهشي.

د ایران رسنیو د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي د ګواښونکو څرګندونو یوه ویډیو خپره کړې، چې ویل کېږي په سیستان او بلوچستان کې ثبت شوې دهاو په دغه ویډیو کې هغه طالب چارواکو ته خبرداری ورکوي: «زه د افغانستان واکمنانو ته اخطار ورکوم چې د افغانستان خلکو ته تاوان ورکړي. ژر تر ژرهد سیستان حق

هغه دا هم ویلي چې تخنيکي ډله به له ايران څخه افغانستان ته لاړ شي، څو د هلمند سيند اوبه وګوري، او  هغه ادعاوې وڅېړي، چې اوبه نه لري.

طالبانو بیا تراوسه د ایران د ولسمشر دغو څرګندونو ته چې ګواښونکي بلل شوي، غبرګون نه دی ښودلی.

د یادولو وړ ده چې د ګرمې موسم په رارسیدو سره د ایران د سیستان خلک د اوبو له کمښت سره مخامخ کیدو احتمال یو ځل بیا د هلمند پر سیند د ایران دادعا په اړه بحثونه راپورته کړي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button