د بې‌پولو ډاکټرانو سازمان په هلمند کې د خوارځواکۍ زیاتوالي خبر ورکوي

پنجره ورځپاڼه: د بې‌پولو ډاکټرانو سازمان په هلمند کې د خوارځواکۍ په پېښو کې د ۱۶ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی او په افغانستان کې یې د بشريناورین د خرابېدو او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له ننګونو څخه خبرداری ورکړی دی.

 دغه سازمان تېره ورځ په هلمند کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د ۱۶ سلنه زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د یاد سازمان د معلوماتو له پر اساس، پهتېرو څلورو مياشتو کې يې په هلمند کې د ١٦١٠ خوارځواکيو ماشومانو درملنه کړې ده.

  دغه راز د بې‌سرحده ډاکټرانو موسسه ټینګار کوي چې ډېری افغانان د لومړنیو خوراکي توکو د برابرولو توان نه لري او روغتون ته د رسېدو لپاره دترانسپورتي لګښتونو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغې ادارې د شمېرو له مخې، د ماشومانو په منځ کې خوارځواکي د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۳۲ سلنه او د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۱۶ سلنه ډېره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، د روغتیا نړۍوال سازمان او یونیسف په افغانستان کې د خوارځواکۍ د لوړېکچې پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اوچا له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، په افغانستان کې څلور میلیونه وګړي چې نږدې اتیا سلنه یې ماشومان دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخدي. د بې‌پولې  سازمان په لا زیاتو اسانتیاوو او نږدې روغتیايي مرکزونو ته د خلکو پر لاسرسي ټینګار کړی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button