په فارياب کې د ښځو د ځان ‌وژنو پېښې زياتې شوي

پنجره ورځپاڼه: د هېواد په شمال کې د فاریاب ولایت څخه سیمه ییزې سرچینې وایی، چې تېره ورځ په دغه ولایت کې یوې ښځې او یوې پېغلې نجلۍځان‌وژنې کړې دي.

ځايي سرچينو ويلي، چې تېره وړمه ورځ د فارياب ولايت د شيرين تګاب ولسوالۍ په کوه صياد کلي کې يوې ځوانې مېرمنې د موږکانو د وژلو دواء په خوړلوسره خپل ژوند پای ته ورسولو.

د سرچينې د معلوماتو پر اساس، دغه ځوانه میرمن ١٩ کلنه وه او يو ماشوم ترې پاتې دى. له دې سره جوخت د فارياب په بلچراغ ولسوالۍ کې يوې ١٦کلنې نجلۍ ځان زندۍ کړى او خپل ژوند يې پاى ته رسولى دى.

د دې نجلۍ نوم محبوبه وه. د ښځو او نجونو د ځان وژنې لامل کورنۍ تاوتریخوالی بلل شوی دی.په فاریاب کې په دې وروستیو کې د ښځو او نجونو د ځانوژنې پېښې زیاتې شوي دي.

د یادونې ده، چې درې ورځې وړاندې هم د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ د موږکانو د وژلو دواء په خوړولو سره خپل ژوند پای تهورساوه.

ظاهر څراغ

Back to top button