د بخښنې نړۍوال سازمان: په ۲۰۲۲ کال کې ۵۳ سلنه اعدامونه زیات شوي

پنجره ورځپاڼه: د بخښنې نړۍوال سازمان په ۲۰۲۲ کال کې د تېر کال په پرتله په اعدامونو کې ۵۳ سلنه زیاتوالی اعلان کړی او ویلي یې دي چې په ۲۰هېوادونو کې ټولټال ۸۸۳ کسان اعدام شوي دي.

دغه سازمان د اعدامونو په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د اعدامونو ثبت شوي شمېر په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولولوړې کچې ته رسېدلی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ کال کې د ۸۸۳ اعدامونو شاوخوا ۹۰ سلنه ایران، سعودي عربستان او مصر درېیو هېوادونو ترسرهکړي دي.

دغه راز د شمالي کوریا، ویتنام، سوریه او افغانستان هغه هېوادونه هم په دې لېست کې دي، چې تر ۲۰۲۲ کال پورې د اعدام پېښې لري، خو کره او کرهمعلومات نه لري.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې ایران ۵۷۶ کسان اعدام او سعودي لږ تر لږه ۱۹۶ کسان اعدام کړي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button