پاکستاني رسنۍ: د ټاپي پروژې په هکله اسلام اباد کې غونډه جوړېږي

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان بزنس ریکارډر ورځپاڼې راپور ورکړی چې سبا د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان اوهندوستان د ګاز پایپ‌لاین (ټاپي-TAPI) پر سر په اسلام اباد کې خبرې کېږي.

سرچینې پاکستان ته د ترکمنستان د سفارت د سرچینو له قوله لیکلي چې دا پرېکړه شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په اسلام آباد کې د ترکمنستان دسفارت او د پاکستان د انرژۍ د وزیر ترمنځ غونډه کې د دې پروژې د تخنيکي کاري ډلې د کار پر دوام د هوکړې پر مهال شوې وه.

ریکارډر بزنس ورځپاڼې د سرچینو له قوله لیکلي چې که هند په ټاپي کې ګډون ولري یا نه؛ خو پاکستان په کې ګډون ته لېواله دی ځکه چې افغانستان دیادې پروژې لپاره د ځواک موندلو ته چمتووالی ښودلی.

سرچینه زیاتوي، ترکمنستان هم غواړي چې د دغې پروژې کار مخته لاړ شي.

ورځپاڼې همداراز ویلي چې که هند له دغې پروژې وځي پاکستان يې د ونډې پېرلو ته چمتو دی. د سرچينې له قوله چې د دغه پایپ‌لاین عاید به دافغانستان د کلنۍ بودجې له اتیا تر ۸۵ سلنې برخه پوره کړي نو ځکه يې د امنیت ډاډمنول افغانانو ته حیاته مسله ده.

ظاهر څراغ

Back to top button