افغانستان کې نږدې ۱۲ زره ماشومان پر تلاسیمیا ناروغۍ دي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان د وینې مرکزي بانک وایي چې په تلاسیمیا ناروغۍ اخته شاوخوا ۱۲ زره ماشومان له دوی سره ثبت شوي دي

د دغه بانک مشر، محمدناصر صادق تېره ورځ په کابل کې له تلاسیمیا ناروغۍ سره د مبارزې د ورځې په مناسبت جوړې‌شوې غونډې ته ویلي چې په دېناروغۍ اخته ماشومان اوسمهال له سترو ستونزو سره لاس و ګریوان دي

هغه زیاته کړې چې د وینې ملي بانک په ټول هېواد کې د ځینې مرکزونو له لارې څه باندې ۹۰ زره واحده وینه وېشلې ده.

د وینې ملي بانک مشر په خپلو خبرو کې ویلي چې دا ناروغان وینې ته زیاته اړتیا لري، خو د اخیستل‌شوې وینې د بېرته کنترول درمل یې ګران تمامېږي اوناروغان یې له سترو ستونزو سره مخامخ کړي دي

د یادونې وړ ده چې تلاسیمیا ناروغۍ ستر لامل په خپلوانو کې واده کول بلل شوي او روغتیاپالان د دې چارې د مخنیوي سپارښتنه کوي

ظاهر څراغ

Back to top button