افغانستان د اقلیمي بدلون له خطر سره مخ د نړۍ څلورم هېواد دی

پنجره ورځپاڼه: اروپايي ټولنې خبر ورکړی او وايي، افغانستان په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له خطر سره مخ دی

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازي دفتر تېره ورځ د ثور ۱۷مه په خپله ټویټر لیکلي چې طبیعي پېښو او اقلیمي بدلون د افغانستان خلکو ته زیاتزیانونه اړولي دي.  

دې ټولنې همداراز ویلي چې د افغانستان له خلکو سره د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري کوي

اروپايي ټولنې دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د افغانستان خلک همدا اوس د اقلیمي بدلون له امله طبیعي پېښې ځپي.

په وروستیو کلونو کې پرله‌پسې ورښتونه او بارانونه هغه موارد دي چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې یې خلکو ته ځاني مالي زیانونه اړولي دي

همداراز په افغانستان کې وچکالي د ډېرو خلکو د کروندو د له منځه‌‌وړلو سبب شوې او تر څنګ یې شدید بارانونو هم د خلکو زراعتي ځمککې او داستوګنې کورونه ویجاړ یا زیانمن کړي دي.  

په وروستۍ پېښه کې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله څلور ماشومان مړه او زراعتي ځمکې ویجاړې کړې دي

ظاهر څراغ

Back to top button