سوډان کې د جګړې ښکېلو غړو اوربند ته چمتوالی ښودلی

پنجره ورځپاڼه: د سوډان په جګړه کې ښکېلو غاړو دې ته چمتوالی ښودلی چې د خبرو میز ته کیني او منلې یې ده چې د جګړې دوام د حل لاره نه ده.

په همدې حال کې د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي «فولکر پیرټس» رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دغه هېواد کې د جګړې دواړو غاړواوربند ته چمتوالی ښودلی دی.

د رویټرز د خبر پر اساس، دواړو خواوو د جګړې پر درېدو هوکړه کړې او د خبرو لپاره یې خپل استازي هم معرفي کړي دي. که څه هم په دې اړه کرهمعلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو ځای د سعودي جده او د سوډان جوبا ښارونه وړاندیز شوي دي.

په سوډان کې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د قدرت پر سر د ملېشه‌ځواکونو او پوځ ترمنځ نښتې پیل شوې چې په پایله کې یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبلهواوښته.

ظاهر څراغ

Back to top button