یوناما: طالبان دې د ښځو د زده‌کړو او کار په هکله اقدام وکړي

پنجره ورځپاڼه: یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر د سیاسي چارو برخې مشر سکاټ سمېټ د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال ددفتر له عمومي رئیس سره په لېدنه کې غوښتنه کړې چې طالبان دې د نجونو د زده‌کړو او ښځینه‌وو د کار کولو په تړاو اقدامات وکړي.

د طالبانو ارګ په نامه ټویټر پاڼې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د دفتر مشر په حواله لیکلي، چې یوناما دې د دوحې راتلونکې ناستې ته د طالبانو دلاسته‌راوړنو په تړاو کره معلومات وړاندې او د دې غونډې ګډونوال دې دوی رسمیت پېژندلو ته وهڅوي.

په همدې حال کې تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو د رسمیت په تړاو هیڅ خبرېاترې نه کېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button