ملګري ملتونه: که طالبان ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي، نو مونږ راتلونکې میاشت له افغانستانه وځو

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر وایي، که چیرې طالبان قانع نه شي چې ښځو ته په دغه سازمان کې د کار کولو اجازه ورکړي، نو دوی چمتو دي چې د می په میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو “زړه ماتوونکې” پرېکړه وکړي.

طالبانو د اپریل په میاشت کې ښځې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع کړې، او له هغه څخه مخکې د تیر کال په ډسمبر میاشت کې یې افغانې ښځې په داخلي او نړۍوالو غیر دولتي سازمانونو کې له کار کولو څخه منع کړې.

د دغه سازمان د پرمختیايي پروګرام مشر اچیم سټاینر د اسوشیټیډ پریس اژانس ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو چارواکي له طالبانو سره په دې هیله خبرې کوي چې په هغه فرمان کې یوه استثنا قایل شي چې له مخې یې په روانه میاشت کې یې په دې سازمان کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي ویلي، طالبانو افغان ښځو ته اجازه ورکړې چې په ځینو کارونو کې ښکیل شي، او د ملګرو ملتونو یو راپور چې د سه شنبې په ورځ خپور شو ښیي چې د بد اقتصادي وضعیت سره مخ افغانستان د ښځو کار کولو ته سخته اړتیا لري.

دې لوړپوړي ديپلومات ویلي، چې د افغانستان ځینې اقتصادي ستونزې د طالبانو د تګلارو له امله رامینځته شوي ځکه چې دوی اکثر ښځې له کار کولو منع کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دا به د افسوس خبره وي “که زه تصور وکړم چې د ملګرو ملتونو کورنۍ نن په افغانستان کې شتون ونلري، او زما په مخ کې د میلیونونو نجونو، هلکانو، پلرونو او میندو انځورونه دي چې د خوراک لپاره کافي خواړه نه لري.”

ملګري ملتونه وايي، طالبان له یوې خوا د پراخو بشري مرستو او پراختیايي مرستو جریان ته اجازه ورکوي او له بلې خوا په پرله پسې ډول نوي فرمانونه صادروي او بدلونونه رامنځته کوي.

ملګري ملتونه د افغانستان د روان ناوړه اقتصادي وضعیت پړه پر طالبانو اچوي، خو د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند ییا وايي، نړۍوال بانکي محدودیتونه، د افغانستان د زیرمو کنګل کول، د بشري مرستو ځنډول او د اقلیم بدلون د افغانستان د کمزورتیا او کمزوري اقتصاد له لاملونو څخه دي.

ظاهر څراغ

Back to top button