طالبانو په کندهار او هلمند کې تر امر ثاني پورې محلي ټولګي تړلي

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو د پوهنې وزارت په کندهار او هلمند ولایتونو کې تر بل امر ثاني پورې محلي ټولګي وتړل.

په کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند وکیل احمد متوکل رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې، دغه پرېکړه د مؤسساتو پر یو شمېر فعالیتونو تر ملاحظاتو وروسته شوې ده. طالبانو په دې تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.

محلي ټولګي د افغانستان په هغو سیمو کې فعال دي چېرته چې ماشومان ښوونځیو ته لاس‌رسی نه‌لري. د معلوماتو له مخې یوازې په کندهار ښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵۸۸ محلي ټولګي فعال، دي چې د یونېسف او نورو مرستندویه ادارو له‌ لوري یې مالي ملاتړ کېږي.

په یادو ولایتونو کې د محلي ټولګیو د تړلو پرېکړه داسې مهال کېږي چې، طالبانو له پوهنتوني زده‌کړو د نجونو او ښځو د راګرځولو ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته ټولې نجونې هم له ښوونځیو منع کړي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button