د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر بېرته کابل ته ستون شوی

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني چې کابل کې د پاکستان پر سفارت تر برید وروسته خپل هېواد ته تللی و بېرته کابل ته راغلی او خپله دنده یې پيل کړې ده.

نوموړی نږدې پنځه میاشتې مخکې کابل کې د پاکستان پر سفارت له برید وروسته د خپل حکومت په غوښتنه دغه هېواد ته تللی و. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدفیر بېرته کابل ته ستون شوی او خپل کار یې پيل کړی دی.

د نظاماني د راتګ خبر وروسته له هغې ورکول کېږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو سره په ټلیفوني اړیکه کې غوښتنه کړې وه، څو د پاکستان شارژدافیر دې کابل ته افغانستان ته واستوي.

ظاهر څراغ

Back to top button