ملګري ملتونه: افغانستان له بې سارې قحطۍ سره مخ کېدونکی دی

پنجره ورځپاڼه: اوچا یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، افغانستان د تېرو ۲۵کلونو په پرتله له بې سارې قحطۍ سره مخ کېدونکې هېواد دی.

دغې ادارې پرون ورځ پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې مالي سرچینې په وچېدو دي، په افغانستان کې شل میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي او شپږ میلیونه نور بیا له قحطۍ سره په یو ګام فاصله کې دي.

په بیان کې راغلي، په افغانستان کې له لوږې سره د مخ خلکو شمېر په ټوله نړۍ کې بې ساری دی. د یادونې وړ ده چې دې ادارې څه موده وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې خلک له لوږې سره مخ دي او که مرسته ورسره ونه شي، نو په دې هېواد کې به سخت بشري ناورین رامنځته شي.

ظاهر څراغ

Back to top button