د افغانستان بانک سبا ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سبا د دوشنبې په ورځ ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د دغه بانک په اعلامیه کې له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتنه شوې، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

ظاهر څراغ

Back to top button