توماس وېسټ په متحده عربي اماراتو کې افغان سوداګرو سره لیدنه کړې

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو ټولنې یو شمېر غړیو سره د لېدنې پر مهال د اقتصاد، بانکونو، روغتیا، خوراکي توکي، د ښځو او نجونو زده‌کړو او یو شمېر نورو مسایلو په هکله بحث او خبرې کړې دي.

د دې ټولنې مشر حاجي عبیدالله صدرخېل وايي، په‌دې لېدنه کې یې له توماس وېسټ څخه غوښتنه کړې، چې له طالبانو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي، څو دغه مسلې د خبرو اترو له لارې حل شي.

نوموړی زیاتوي، توماس وېسټ ورته د ګډ کار کولو ډاډ ورکړی، څو د هغو ستونزو د حل لپاره یوه مناسبه لار پیدا شي چې افغان سوداګر او نور افغانان ورسره مخ دي.

ظاهر څراغ

Back to top button