بغلان کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجره ورځپاڼه: د بغلان سیمه ییزې رسنۍ وايي چې په مرکزي بغلان او خنجان ولسوالیو کې په دوو ترافیکي پېښو کې يوه ښځه او يو ماشوم  مړه شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینو ویلي چې تېره ورځ د مرکزي بغلان ولسوالۍ د بورې فابریکې په سیمه کې دوو موټرو ټکر کړی دی. نوموړي وايلي، په ياده پېښه کې يوه ښځه مړه شوې او ۱۲ نور کسان ټپیان شوي دي؛ خو د پېښې يو عيني شاهد سهارګل همت وايي چې په دې پېښه کې څلور کسان مړه او يو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ځايي سرچینې همداراز وايي، چې تېر مازدیګر د خنجان ولسوالۍ په شمالي سالنګ کې یوه نجلۍ موټر وهلې او مړه شوې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button