یوه ښځه او ماشوم د کوکچې له سیند څخه د اوبو راخیستلو پر مهال ډوب شوي

پنجره ورځپاڼه: د بدخشان سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې یوه ښځه او یو ماشوم د کوکچې له سیند څخه د اوبو اخیستو پر مهال ډوب شوي دي.

د سرچينې معلومات څرګندوي، چې يوه ښځه او يو ماشوم پرون جمعه د وري ۲۵مه د بدخشان په مرکز «فيض اباد» ښار کې هغه مهال ډوب شول، چې غوښتل يې له کوکچې سیند څخه اوبه راواخلي.

سرچینو ویلي چې پرون جمعه ماسپښين د فيض اباد په ښار کې د يوه ماشوم په ګډون څلور تنه په سیند کې ډوب شول.

سرچینو زياته کړې، چې د ١٧ او ١٨ کلونو ترمنځ دوه ځوانې نجونې د ځايي خلکو له خوا ژغورل شوې او د يوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.

کوکچه سيند د افغانستان په شمال کې يو له مشهورو سيندونو څخه دى چې د بدخشان د کران او منجان ولسواليو له يخچالونو څخه سرچينه اخلي، چې هر کال له دغه ستر سيند څخه د اوبو د ترلاسه کولو پر مهال لسګونه ځايي اوسېدونکي په دغه سمندر کې ډوبېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button