طالبانو پرېکړه کړې چۍ نور دې د هرې برېښنايي تذکرې په بدل کې ۵۰۰ افغانۍ واخیستل شي

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو کابینې د احصايې او معلوماتو ادارې له لوري د افغانستان غربت ځپلي ملت د برېښنايي تذکرو لپاره ۵۰۰ افغانۍ، د کاغذي تذکرو د نوي کولو، مثنی او تایید لپاره ۲۰۰ افغانۍ تایید کړې.

د طالبانو د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د وري د ٢١مې په غونډه کې د دوی کابینې د احصايې او معلوماتو ادارې له لوري د برېښنايي تذکرو لپاره ۵۰۰ افغانۍ، د کاغذي تذکرو د نوي کولو، مثنی او تایید لپاره ۲۰۰ افغانۍ، د ماشوم د زېږېدنې کارټ ۲۰۰ افغانۍ او د لویانو لپاره ۵۰۰ افغانۍ، په غیابي ډول د تذکرې د مثنی، وېش او یا تائید ۲۰۰ ډالر او د غیابي زېږېدنې کارټ د وېش لپاره هم ۲۰۰ ډالر تائید شوې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د یوې برېښنایي تذکرې په بدل کې ٣٠٠ افغانۍ اخیستل کېدې.

ظاهر څراغ

Back to top button