بامیان کې ټرافيکي پېښې له امله د طالبانو ۹ غړي مړه او ټپیان شوي

پنجره ورځپاڼه: د بامیان ولایت سیمه‌ییزې سرچینې تاییدوي چې د مرکز اړوند د «تپې الماس» سړک پر سر د ترافيکي پېښې له امله د ۳ تنه طالبان مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو پر اساس یاده پيښه په «تپه الماس» سړک کې د طالبانو د داستخباراتي ډلې د يو رينجر موټر د ټایر چاودنې له امله رامنځته شوه چې په پایله کې يې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو ځايي مسؤلینو پیښه منلې او ویلي یې دي چې د موټر چلوونکي ډیر سرعت د دې لامل شوی چې موټر له سړک څخه واوښت.

بامیان کې د طالبانو والي ویاند «صبور سیغاني» رسنیو ته ویلي چې دا پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د دغه ولایت په مرکز حمال سیمه کې رامنځته شوې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button