د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام له لارې پلوري

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په یوې تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې سبا چهارشنبه ۱۵ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري.

دې بانک په دې داوطلبۍ کې له سوداګریزو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، د ګډون غوښتنه کړې ده.

د افغانستان بانک په خبرپانه کې راغلي، چې د لیلام ګټوونکي اړ دي، څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي. یاد بانک زیاته کړې، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د لیلام ګټونکی اړ دی، د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نقدي ډول او ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

ظاهر څراغ

Back to top button