یوناما: مدني فعالان دې له بنده ازاد شي

پنجره ورځپاڼه: یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر د نرګس سادات او ذکریا اصولي ازادېدو هرکلي سره ویلي چې لا هم یو شمېر مدني فعالان او د بشري حقونو مدافعین په زندان کې پراته دي.

 یوناما تېره ورځ په یوه بیان کې د بشري حقونو د دوو مدافعینو (ذکریا اصولي او نرګس سادات) د خوشې کیدو هرکلی وکړ او د مدني ټولنې د فعالانو په خپلسري نیولو یې اندیښنه څرګنده کړه.

دغه دفتر دا هم ویلي، چې د مدني ټولنې یو شمېر فعالان، چې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یې غږ پورته کړی، لا هم له خپلو خپلوانو سره له اړیکو پرته په بند کې دي.

د ملګرو ملتونو مرستیال دفتر ویلي، د بشري حقونو د فعالانو د خلاصون لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرو ته دوام ورکوي او زیاته کړې یې ده، چې موقت حکومت د دوی له پرله پسې غوښتنو سره سره د بندیانو په اړه د معلوماتو ورکولو غوښتنه نه ده منلې.

یوناما ټینګار کړی چې هیڅ افغان باید د بیان د ازادۍ له حق څخه د سرغړونې په تور ونه نیول شي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د مدني ټولنې يوه ښځينه لاريون‌کوونکي او فعاله «نرګس سادات» او ليکوال او څېړونکې زکريا اصولي چې پخوا نيول شوې وه، تېره ورځ ازاد شوي دي.

که څه هم یوناما نه دي ويلي چې د طالبانو له لوري د مدني ټولنې څومره غړي نیول شوي، خو په دې وروستیو کې د ښځو د حقونو د فعالانو او د مدني ټولنې د غړو په وړاندې د طالبانو دریځ جدي اندیښنې راپارولي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button