د افغانستان هرو ۱۰ کورنیو کې ۹ یې کافي خواړه نه لري

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام یو وار بیا په افغانستان کې د افغانانو اقتصادي وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغې ادارې په یوه تازه راپور کې راغلي، چې اوس مهال په ټول افغانستان کې اقتصادي وضعیت خراب شوی او په هرو لسو کورنیو کې نږدې نهه تنه کافي خواړه نه لري.

په راپور کې لیکل شوي چې د خوړو نړۍوال پرواګرام تېرکال په افغانستان کې له شاوخوا ۲۳ میلیونه خلکو سره بشري مرستې کړې، خو په خبره یې، لاهم په ټول هېواد کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د خوړو نړۍواب پرواګرام تر دې وړاندې هم ویلي و، چې که په افغانستان کې اړمنو خلکو سره بشري مرستې ونه شي، نو دغه هېواد به له یوه سخت بشري بحران سره مخ شي.

یادې ادارې ویلي همداراز ویلي و، چې له افغانستان سره د ۴.۶ میلیارډه ډالرو غوښتل شوې بشري مرستې څخه یې یوازې پنځه فیصده ترلاسه کړې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button