په ټوله پکتیکا کې دوه ښځينه ډاکټرانې فعالیت کوي

پنجره ورځپاڼه: د پکتیکا ولسونه وايي، د دغه ولایت د ټولو سیمو په کچه یوازې دوې ښځینه ډاکټرانې فعالیت کوي چې د دغه ولایت ښځینه ناروغانو ته خدمات نه ‌شي وړاندې کولای.

پکتیکا چې یوه غرنۍ او پراخه سيمه ده او نفوس یې هم شاوخوا دوه میلیونو ته رسېږي؛ خو د لریو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي یې ښځینه ناروغان تر مرکز ښرنې ته په ستونزو رسوي. د دغه ولایت اوسېدونکي زیاتوي، چې یوازې دوې ښځینه ډاکټرانې د خلکو ستونزو ته روغتیايي خدمات نه شي برابرولی.

د پکتیکا د ګیلان ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمدګل پنجرې ورځپاڼې ته ویلي، چې ښځینه ناروغان یې تر مرکز په اتو ساعتونو کې راوړي او په وینا یې، د ښځینه ډاکټرانو د کموالی او د لارو لرې والي له کبله د ناروغانو وضعيت نور هم پسې خراب شي. بل پلو د پکتیکا عامې روغتیا مسوولین دغه ستونزې مني او وايي چې معیاري روغتیايي مرکزونه نه‌ لري.

پکتیکا ته نه یوازې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال رسېدنه نه ده شوې؛ بلکې دغه ولايت د تېرو حکومتونو له پامه هم غورځېدلی و، چې خلک یې اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ ژوند تېروي.

ظاهر څراغ

Back to top button