د پروان په سیند کې د یوې ښځې جسد موندل شوی

پنجره ورځپاڼه: د پروان سیمه‌ییزې سرچېنې وایي، چې د دغه ولایت په سیند کې د یوې ځوانې ښځې جسد موندل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دې ښځې جسد تېره ورځ جمعه د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند په یوه سیند کې موندل شوی دی. د سرچینې په وینا، دا مړی د «آب‌خانه» سیمې د اوسېدونکو لخوا په سیند کې موندل شوی دی.

خو تراوسه د دې پېښې په هکله نور معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم د پروان ولایت د طالبانو مسوولینو جزییات ورکړي.

د ویلو ده چې د طالبانو بیا ځلې واک ته تر رسېدو وروسته په ټول هېواد کې مرموزې او هدفي وژنې زیاتې شوي او د یو شمېر معتبرو سرچینو د موندنو له مخې په تېرو ۲۰ ورځو کې په لسو ولایتونو کې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د دې ترڅنګ د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې د وسله‌والو غلاوو او انسان‌تښتونو راپورونه هم زیات ورکول کېږي. طالب مسوولین یې بیا په تړاو هیځ غبرګون نه ښيي.

ظاهر څراغ

Back to top button