د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو پرېکړې غندلي

پنجره ورځپاڼه: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د د دې ډلې ورته پرېکړې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په اړه هېڅ د منلو نه دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاوش اوغلو ویلي، د طالبانو چلند، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په اړه د دوی پرېکړې د منلو نه دي او د بندیزونو د لیرې‌کولو لپاره باید له دې ډلې سره بحثونه او خبرې وشي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې تېره ورځ په پلازمېنه انقره کې له خپل روسي سیال، سرګئي لاوروف سره په ګډه خبري کنفرانس کې کړې دي.

د ویلو ده چې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو د زیاتوالي ترڅنګ د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د دوی پر کار بندیز لګېدلی چې د نړۍوالو سازمانونو سخت غبرګونونه یې پارولي دي.

د طالبانو له نویو اقداماتو وروسته ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان او د امریکا متحده ایالاتو، جرمني، جاپان او یو شمېر نورو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د دې ډلۍ دا عمل غندلی او غوښتنه یې ترۍ کړې چې پر خپلو پرېکړو بیا کتنه وکړي.

ظاهر څراغ

Back to top button