د پاکستان کراچۍ له زندانونو لسګونه تنه افغانان خوشې شول

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ وايي، چې پرون ۲۰۸ تنه نور افغانان د کراچۍ ښار له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته راولېږدول شول.

یادې کونسلګرۍ پر خپله ټویټر پاڼه زیاته کړې، په خوشې شویو کسانو کې ۳۸ ماشومان هم شامل دي.

سرچينه زياتوي، د یادو کسانو د لارې کرایه، خوراک، څښاک او پوښاک ټول لګښت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونې سره سم د سفارت او کونسلګرۍ له خوا ورکړل شو.

تر دې مخکې هم په پاکستان کې د افغانستان سفارت ويلي وو، هغه سلګونه افغانان چې موده مخکې د دغه هېواد د سند ایالت د کراچۍ ښار پولیسو له خوا د قانوني اسناد نه لرلو په تور نیول شوي وو، د دوی د هڅو په پایله کې خوشي شول.

ظاهر څراغ

Back to top button