سنرایز حیدراباد لکناو سوپر جاينټز ته ماته ومنله

پنجره ورځپاڼه: د هندوستان کرېکټ غوره لیګ(ای پي اېل) لوبو په لړ کې تېره شپه حیدراباد لوبډلې لکناو سوپر جاينټز ته لوبه وبایلله.

په دې لوبه کې د شل اوریزو نړۍوالو لوبو دریم نمبر افغان چټګ بالر فضل الحق فاروقي ښه توپ اچونه وکړه، چې په درېوو اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او يوه وېکټ يې ترلاسه کړه.

سنرايزر حيدراباد لوبډلې د تېرۍ شپې په لوبه کې د لکناو سوپر جاينټز پر وړاندې په ټاکل شويو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۱ منډې جوړې کړې.

لکناو سوپر جاينټز لوبډلې ورکړل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۱۶ اور کې ترلاسه کړ او بريا يې په خپل نوم کړه. د یادونې وړ ده چې د هندوستان کرېکټ غوره لیګ (ای پي اېل) سیالیو کې د سنرايزر حيدراباد دويمه پرله پسې ماته وه.

ظاهر څراع

Back to top button