خوست کې د کرېکټ رمضان سیالیو دویم پړاو پيل شوی دی

پنجره ورځپاڼه: په خوست ولایت کې لس اوريزه کرېکټ رمضان ليګ دويم پړاو پيل شوس چې شل ورځې به دوام وکړي.

دغه ليګ چې دوه ورځې وړاندې پيل شوی، ۱۶ لوبډلو په کې برخه اخيستې او د کرېکټ ملي لوبډلې، ۱۹ کلنو، ايمرجن او الف لوبډلو يو شمېر لوبغاړي په کې ګډون لري.

د یاد ليګ مسوول وايي چې د کرکټ د ودې او پراختيا ترڅنګ د غوره استعدادونو پېژندنه يې د دغه ليګ موخه ده.

د معلوماتو له مخې، د هېواد نوموتی شاعر پير محمد کاروان او د ملي لوبډلې مخکينی لوبغاړی نورعلي ځدراڼ د سفيرانو په توګه ټاکل شوي دي.

پير محمد کاروان کرېکټ یوازینۍ لوبه وبلله، چې د هېوادوالو په شونډو مسکا راولي او پر ځوانانو یې غږ وکړ، چې د سپورټ او لوبو ترڅنګ دې په علمي ډګر کې زياتې هڅې وکړي تر څو د خپل وطن په آبادۍ او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

ظاهر څراغ

Back to top button