فارياب کې د دوو ترافيکي پېښو له کبله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجره ورځپاڼه: په فارياب کې ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت د مرکز ميمنې پر لويه لاره په دوو ترافيکي پېښو کې د يوې ښځې په ګډون درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د فارياب د ترافيکو مدير محمد فهيم کوهي وايي، چې يو کرولا موټر چې له مزارشريف څخه د ميمنې ښار پر لور روان و، نن سهار لس بجې د دغه ولايت د قلعه نو په سيمه کې له سړکه واوښت او چپه شو چې له امله یې د يوې ښځې په ګډون دوه تنه مړه او د موټر چلوونکي په ګډون درې تنه ټپيان شول.

نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکي ویده کېدل یاد کړي دي.  دغه راز د فارياب د طالبانو امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل هم رسنیو ته ویلي،چې په يوه بله ترافيکي پېښه کې چې تېره ورځ د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د بادغيسي په سيمه کې رامنځته شوه، د عزت الله په نوم يو تن ټپي او روغتون ته له رسېدو وروسته يې ساه ورکړه.

ظاهر څراغ

Back to top button