د پاکستان پنجاب ایالت کې د ټاکنو پرېکړه وشوه

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې د راتلونکې مې میاشتې پر ۱۴ نېټه په پنجاب ایالت کې ټاکنې وشي.

د کمېسیون دغه اعلان د دې هېواد د سترې محکمې د پرېکړې له مخې شوی دی. د پاکستان سترې محکمې پنجاب او خیبرپښتونخوا کې د ټاکنو ځنډولو پرېکړه غیر قانوني بللې وه.

د قاضي القضات عمر عطا بندیال په مشرۍ د قاضیانو درې کسیز بورډ حکم کړی و چې پنجاب کې دې ټاکنې د اکتوبر د اتمې پر ځای د روانې ‘می’ میاشتې پر ۱۴مه وشي.

د مهال وېش له مخې د نوماندانو خلاف اپیل د روانې اپرېل میاشتې تر لسمې نیټې پورې کېدای شي، داسې حال کې چې نوماندان له خپلې نوماندۍ د اپرېل تر ۱۹ نیټې تېرېدلی شي.

ظاهر څراغ

Back to top button