جاپان له افغانستان سره پنځه میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې

پنجره ورځپاڼه: د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، جاپان په افغانستان کې ددغه سازمان له پروګرامونو سره ۵ میلیونه ډالره نوره مرسته کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام د جاپان له دې اضافي مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې به یې د بیړني حالاتو په برخه کې وکاروي.

جاپان په داسې حال کې د خوړو له نړۍوال پروګرام سره د ۵ میلیونه ډالرو مرسته کړې، چې دغه سازمان د بودجې د کموالي له امله، له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي دي.

د دې سازمان د معلوماتو پر اساس، د بودېجې کمښت په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې ۴ میلیونه کسان او په روانه میاشت کې ۹ میلیونه نور کسان له خوړو بې برخې کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام همداراز وايي، ددغه سازمان مرستې په افغانستان کې د میلیونونو خلکو د لوږې د ژغورلو وروستۍ لاره ده. د یاد سازمان په وینا، افغانستان کې شل میلیونه خلک نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځایه راځي او شپږ میلیونه نور د لوږې سره مخامخ کېدونکي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button