هالنډ کې د ریل ګاډي چپه کېدو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجره ورځپاڼه: د هالنډ هاګ ښار ته نږدې یو مسافر وړونکی ریلګاډی له لیکې وتلی چې یو تن په کې وژل شوی او شاوخوا دېرش نور ټپيان شوي دي. د هالنډي رسنیو د راپورونو له مخې د ډېرو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

بلخوا فرانس پرېس خبري اژانس ویلي، چې تراوسه د دې پېښې لامل نه دی څرګند شوی؛ خو هالنډ رسنیو بیا خبر ورکوي، چې د ریل ګاډي مخې ته د ساختماني چارو یو وړونکی کرین موجود و، چې له امله یې یاده پېښه رامنځته شوې ده؛ خو حکومتي چارواکو تر اوسه دغه راپورونه نه دي تایید کړي. ویل کېږي، چې د دې پېښې پر مهال ریل ګاډي کې شاوخوا ۵۰ مسافر سپاره وو، چې لسګونو تنو یې ژوند بایللی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button