طالبانو د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوی کوي

پنجره ورځپاڼه: یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ دفتر پر ټویټر لیکلي چې طالبانو په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوی کړی دی.

دغه دفتر همداراز د دې پېښې په تړاو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ، ټینګار کړی، چې طالبان باید ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي.

یوناما طالب مشرانو ته په خطاب کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې نه شي کولای له ښځینه کارکوونکو پرته فعالیت وکړي او اړمنو خلکو ته بشري مرستې ورسوي؛ خو دغې ادارې دا نه‌ده څرګنده کړې چې څه وخت یې د ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوی شوی دی.

طالبانو بیا تر دې دمه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې مخکې یې په ټولو کورنیو او بهرنیو غیردولتي بنسټونو کې د ښځینه‌وو کار ځنډولی و چې له کبله یې نه یوازې پراخ کورني او نړۍوال غبرګونونه را وپارېدل؛ بلکې یوشمېر نړۍوالو بنسټونو یې له کبله ان خپل فعالیتونه هم وځنډول.

ظاهر څراغ

Back to top button