د هېواد بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له کبله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجره ورځپاڼه: طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په تېرو پنځو ورځو کې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د راوتلو سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې ویلي، چې یادو کسانو ته دغه مرګ ژوبله د روانې وري میاشتې له نهمې بیا تر دیارلسمې نېټې د راوتلو سېلابونو له امله اوښتې ده. هغه ویلي چې په دغه موده کې ۲۶۱ کورونه هم بشپړه او نیمه نړېدلي، ۱۵۰ څاروي مړه شوي او ۳۵۰۰جریبه زراعتي ځمکې هم تخریب شوې ده.

د ویلو وړ ده چې د افغانستان ګڼ شمېر ولایتونه په دې وروستیو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو را وتلو شاهد دی. د طالبانو د هوا پيژندنې ملي ادارې نن او سبا دوشنبه هم د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button