عمران خان: په ۹۰ ورځو کې باید د پاکستان کې ټاکنې ترسره شي

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان له واک څخه پرځول شوی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که په ۹۰ ورځو کې دننه ټاکنې ونه شوې، نو دغه هېواد ته به خطرناکې پایلې ولري.

هغه د ګواښ په ډول ویلي، چې که په دې موده کې ټاکنې نه کېږي، نو د ګوند غړي به یې پراخ احتجاجونه پیل کړي او واټونو ته به راووځي.

تر دې وړاندې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ واکمن اېتلاف کې د شاملو ګوندونو د جوړې شوې غونډې اعلامیه کې ویل شوي و، چې ټول هېواد کې باید په یوه ورځ ټاکنې وشي. دغو ګوندونو همدا راز ویلي چې دوی د سترې محکمې په درې کسیز بورډ باور نه لري. د یادونې وړ ده، چې عمران خان د دولتي سوغاتونو په خرڅولو تورن دی او محکمه یې ترې په هکله سپیناوی غواړي.

ظاهر څراغ

Back to top button