د هوا پېژندنې ادارې ګڼو ولایتونو کې د سختو اورښتونو خبرداری ورکړی

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د هوا پيژندنې ملي ادارې نن یکشنبه او سبا دوشنبه په ٢٧ ولايتونو کې د سختو بارانونو، واورې او سېلابونو راوتلو خبرداری دى.

دې ادارې تېره ورځ ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ويلي چې په دغو ولايتونو کې کابل، بادغيس، غور، فارياب، لغمان، سرپل، ننګرهار، سمنګان، تخار، کندز، بغلان، بدخشان، پنجشېر، پروان، کاپيسا، نورستان، کونړ، جوزجان، هرات، بلخ، لوګر، خوست، پکتیا، ميدان وردګ، غزني، باميان او دايکندي شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د باران د اورښت کچه به په بېلابيلو سيمو کې له ١٠ څخه تر ٥٠ ملي مترو او د واورې اورېدو کچه به هم په بېلابېلو سيمو کې له ١٠ څخه تر ٣٠ سانتي مترو پوري وي.

ظاهر څراغ

Back to top button