د پروان کې د تېر جمهوري نظام يو تن نظامي ډاکتر په ډزو وژل شوی

پنجره ورځپاڼه: د پروان ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په سیاه‌ګرد ولسوالۍ کې د تېر جمهوري نظام د یوه تن نظامي ډاکټر جسد موندل شوی. د سرچينې د معلوماتو پر اساس، دا ناڅرګنده پېښه د تېرې جمعې ورځ د وري ١١مه د پروان د سياه‌ګرد ولسوالۍ په چهارده سيمه کې شوې ده.

د شبیر شېرزاد په نامه دغه ۳۲ کلن ځوان په افغانستان کې د طب او د جرمونو په برخه کې په ترکیه کې نظامي زده‌کړې کړې وې او په تېر حکومت کې نظامي ډاکټر و.

ځینو سیمه‌ییزو رسنیو د دغه پوځي ډاکټر د کورنۍ د غړو په حواله ویلي چې نوموړی په اسلام اباد کې اوسېده او د خپل کاکا د ښخولو لپاره پروان ته راستون شوی و.

بلخوا په پروان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د دې پېښې په تایید ټول هغه راپورونه رد کړي چې ګېني دغه ډاکتر د دوی وسله والو له لوري په نښه شوی دی.

سرچینو د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند، کامریان سکې له قوله ویلي: “د مغرضو رسنیو لخوا خبر خپور شوی چې کواکې په پروان ولایت سیاګرد ولسوالۍ کې یو ډاکتر د مجاهدینو له خوا لمړی رود ته غورځولی شوی او بیا یې د ټوپک په وسیله وژلی چې دا خبره بلکل دروغ دی.”

د پروان ولایت د طالبانو امنیتي مسوولینو د دوی لخوا د ډاکټر شیرزاد ویشتل بې‌اساسه تور بللی او دا یې د طالبانو د حکومت پر ضد تبلیغاتي انګېزه ګڼلې ده.

ظاهر څراغ 

Back to top button