جو‌بایډن له روسیې غوښتي چې د ‘وال سټریټ ژورنال’ خبریال آزاد کړي

پنجره ورځپاڼه: د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن تېره ورځ له روسیې څخه غوښتنه کړې چې د وال سټریټ ژورنال خبریال «ایوان گرشکویچ» آزاد کړي چې په جاسوسۍ او د پټو معلوماتو په راټولولو تورن شوی دی.

د روسیې فدرالي امنیتي ادارې تیره اونۍ اعلان وکړ چې ایوان گرشکویچ، چې په ۱۹۹۱ کې زیږیدلی یو امریکایي تبعه او له «وال سټریټ ژورنال» سره د مسکو د دفتر خبریال دی، د امریکا حکومت ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.

ورته وخت کې په روسیه کې د دغه خبریال نیول‌کېدل له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي. د وال سټریټ ژورنال اداري بورډ د امریکا پر حکومت غږ کړی چې په متحده ایالاتو کې د روسیې سفیر او همدارنګه په امریکا کې ټول روسي خبریالان له دندو ګوښه کړي.

خو جو بایډن له «می سی سی پی» سره په خبرو کې ویلي چې تراوسه له امریکا څخه د روسي خبریالانو ایستل یا له دندې ګوښه‌کول عملي شوي نه دي.
د وال سټریټ ژورنال د خبریال د نیول‌کېدو په اړه د روسیې د فدرالي امنیت ادارې ادعا کړې چې دغه خبریال د امریکا په امر د روسیې د دفاعي کمپنۍ د فعالیتونو په اړه پټ معلومات راټول کړي وو.

د روسیې ‘ټاس’ دولتي خبري اژانس پرون جمعه خبر ورکړی و چې نیول‌شوي خبریال پر ځان د جاسوسۍ تور رد کړی، خو «لفورتوو» سیمې محکمې د پریکړې له مخې به دغه خبریال د می تر ۲۹ پورې په توقیف کې پاتې شي.
ویل کیږي چې د وال سټریټ ژورنال خبریال د راپور د چمتو کولو لپاره روسیې ته تللی و او غوښتل یې چې د روسیې د خراب شوي اقتصاد په اړه راپور ورکړي او دا چې کرملین څنګه د ټولنیز لګښتونو ساتلو پرمهال د نظامي لګښتونو له زیاتوالي سره مقابله کوي.

هاخوا بې‌پولې خبریالانو هم ویلي چې ایوان ګرشکویچ د روسیې «یکاترینبورگ»  ښار ته د واګنر ګروپ په نامه د هغو روسي اجیرانو د پوښښ لپاره تللی و، چې د اوکراین په ختیځ کې په ځینو سختو جګړو کې ښکیل دي.

اوس باور دا دی چې ایوان لومړنی بهرنی ژورنالیست دی چې د شوروي څخه وروسته په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول کیږي، او تمه کیږي چې د هغه نیول به په اوکراین کې د مسکو د جګړې په ترڅ کې د کرملین او لویدیځ ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

ظاهر څراغ

Back to top button