راشدخان د هند کرېکټ لیګ سیالیو د لومړۍ لوبې غوره لوبغاړی شو

پنجره ورځپاڼه: د ا فغانستان د کرېکټ اتل ستوری راشدخان د هندوستان د کرېکټ شل اووریزو سوداګریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. د هند سوداګریز لیګ کرکټ سیالۍ یا IPL تېر ماښام د افغانستان په وخت د ماښام په شپږ نيمې بجې پيل شوې.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه د راشدخان د لوبډلې ګجرات او د چنایي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه،  د لوبې پچه یا ټاس د ګجرات لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د چنایي سوپر کینګ لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې او ګجرات ته یې د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.

د ګجرات افغان لوبغاړي راشد خان ډیره ښه توپ اچونه وکړه، په څلورو اورونو کې یې ۲۶ منډې وکړې او د چنایي دوه پیاوړي لوبغاړي وسوځول.

د ګجرات لوبډلې یاد هدف په  شلم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو سره ترلاسه او لوبه یې وګټله. راشد خان په داسې حال کې چې د ګجرات لوبډلې ته په کمو توپونو زیاتې منډې  پکار وې، په نولسم اوور کې یوه شپږیزه او یوه څلوریزه ووهله او لوبه یې خپلې لوبډلې ته اسانه کړه.

ظاهر څراغ

Back to top button